د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان د سپتمبر په ۲۶مه نېټه د اقتصادي لرليد راپور کړی او پکې يې څرګنده کړې، چې نړيوال اقتصادي پرمختګ له پخوانۍ وړاندوينې وتلی او ورو کېږي.
ياد سازمان اټکل کړی، چې د ۲۰۲۲ کال د نړيوال اقتصاد پرمختيايي انډول به يوازې ۳ ٪ وي او په ۲۰۲۳ کال کې به بيا ۲.۲٪ ته را ښکته شي.
په دغه راپور کې راغلي، له دې امله چې په ګردې نړۍ کې د کرونا وبا منفي اغېزه اوس هم موجوده ده، د روسيې او اوکراين شخړې د انرژۍ او خوراکي توکو بيې تر زياتې اندازې پورې لوړې کړي او د پيسو انفلاسيون فشار زيات شوی، نو د زياتو اقتصادونو له اړوندو شاخصونو څخه د اوږدې مودې لپاره د اقتصادي پرمختګ د ورووالي نښې ښکاري.
راپور وايي، چې د روان کال په دوهمې ربعې کې د ټولې نړۍ د کورني توليد د عمومي اندازې زياتوالی بند شوی او د روان کال په لومړۍ نيمايي کې زياتو اقتصادونو کې د پيسو انفلاسيون انډول د شلمې پېړۍ له ۸مې لسيزې راهيسې تر ټولو لوړې سويې ته رسېدلی دی.
د دغه راپور د اټکل له مخې، روان کال کې به د امريکا اقتصاد ۱.۵٪ پرمختګ وکړي او په راتلونکي کال کې به يې ۰.۵٪ ته کم شي.
( سپوږمۍ)