چين: امريکا د ناسمو معلوماتو تر ټولو لوی خپرونکی دی
CMG2022/09/27 11:14:54
شريکول:

د امريکا د ستانفورډ پوهنتون د انټرنيټ څار ادارې په دې وروستيو ورځو کې ځيني مالومات افشا کړي، چې له مخې يې امريکا د ټولنيزو رسنيو له لارې د چين په شمول ځينو هېوادونو او سيمو کې ناسم او جعلي معلومات خپروي او پر نړيوالو افکارو منفي اغيزې اچوي .

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۲۶مه نېټه په دې اړه وويل، چې د امريکا زياتو خبري رسنيو په دې وروستيو کې خبر ورکړی او شک يې ښودلی، چې د ټولنيزو رسنيو جعلي اکنټونه د امريکا د نظامي ځواک له لوري اداره کېږي او هدف يې د پټې معلوماتي جګړې تر سره کول دي.

وانګ ون بين زياته کړه، چې امريکا په ټولنيزو رسنيو کې د چين، روسیې او ايران په شمول د ځينو هېوادونو پر وړاندې تبليغاتي شبکې جوړې کړي دي.

د نوموړي په وينا دغو شبکو جعلي اکونټونه جوړ کړي او په مختلفو لارو چارو پروپاګنډ او درواغ خپروي.