په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د شاوخوا ۷۰ هېوادونو په استازيتوب وينا وکړه
CMG2022/09/27 11:13:56
شريکول:

په ژنيو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۱مې غونډې کې د پاکستان استازي د شاوخوا ۷۰ هېوادونو په استازيتوب ګډه وينا کړې ده.

د پاکستان استازي ويلي، چې د بېلابېلو هېوادونو ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو بشپړتيا ته درناوی کول او په کورنيو چاور کې يې لاسوهنه نه کول د نړيوالو اړيکو اساسي اصول دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ويلي، چې د شينجيانګ، هانکانګ او شي زانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او بېلابېل هېوادونه باید د بشري حقونو مسئلې ته سياسي رنګ ورنه کړي او په دوو معيارونو باید ورته ونه ګوري.

 نوموړي ويلي، چې د نړۍ هېوادونه دې د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنې نه کوي، د ملګرو ملتونو د منشور اصول دې مراعات کړي او د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړتيا لرونکي پرمختګ لارو ته دې درناوی وکړي.

د پاکستان استازي ويلي، چې نړۍ اوسمهال د کرونا وبا په شمول له ګڼو ستونزو سره مخ ده، نړیواله ټولنه بايد پر څواړخيزتوب، يووالي او همکاريو ټينګار ولري او په ګډه باید نړيوالې ستونزې حل او سوله او پرمختګ باید پياوړي کړي‌ او  بشري حقونه بايد خوندي وساتي. 

په ملګرو ملتونو کې د څه باندې شلو هېوادونو استازو په خپلو ويناوو کې له چين څخه ملاتړ کړی او شاوخوا  سلو هېوادونو د چين له درست دريځ څخه ملاتړ کړی دی.