امريکايي ځواکونو له سوريې څخه بيا تېل غلا کړي
CMG2022/09/27 11:13:06
شريکول:

د سوريي خبري اژانس د سپتمبر په ۲۵مه نېټه خبر ورکړی، چې امريکايي ځواکونو په همدې ورځ له دغه هېواد څخه بیا تېل غلا کړي او په موټريز کاروان کې يې عراق ته ليږدولي دي.

خبر وايي، چې امريکايي ځواکونو ياد غلا کړي تېل په ۷۹ ټانکرونو کې د عراق شمال ته ليږدولي دي.

د سوريې د شمال ختيځ زياتره ځايونه د سوريې د ايس ډي ايف(SDF) تر کنټرول لاندې دي.

اېس ډي ایف د امريکايي ځواکونو په مشرۍ د نړيوالو ائتلافي ځواکونو ملاتړ لري او غړي يې په سوریې کې د داعش پر وړاندې جنګيږي.