چين: تر ټولو زياتې اټومي وسلې لرونکی هيواد باید خپل مسؤليت او دنده پر غاړه واخلي
CMG2022/09/27 10:39:00
شريکول:

د ملګرو ملتونو ۷۷مې عمومي اسمبلۍ د سپتمبر په ۲۶مه نېټه د اټومي وسلو د له منځه وړلو نړيوالې ورځې په مناسبت يوه لوړ پوړې غونډه تر سره کړې ده. 

په م.م کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ يادې غونډې ته وينا کړې او ويلي یې دي، چې په نړۍ کې تر ټولو زياتې ذروي وسلې لرونکی هېواد بايد په واقعي توګه ځانګړې او لومړنۍ دنده پر غاړه واخلي او خپلې اټومي وسلې باید تر زياتې اندازې پورې کمې کړي. 

نوموړي د خپلې وينا په ترڅ کې ويلي، چې د ذروي وسلو ممنوعيت او له منځه وړل او په اخر کې له اټومي وسلو د پاکې نړۍ ابادول د ټولو انسانانو له ګډو ګټو سره سمون لري او همدا د مختلفو هېوادونو ګډه هيله ده.

ګنګ شوانګ زياته کړې، چې ځيني هېوادونه له يوې مودې راهيسې د لويو هېوادونو د پوځي سياليو په رکود کې پاتې شوي، له خپلو ملګرو سره يې پوځي اتحاديې پر له پسې پياوړې کړي، ډله ييز تقابل يې راپورته کړی او د ستراتيژيکو وسلو ځای پر ځای کول يې پرمخ بيولي او د ذروي اوبتل همکارۍ يې په خپله خوښه تر سره کړې دي.

د نوموړي په وينا، يادې کړنې د اټومي وسلو د سياليو د تيزوالي او د ذروي وسلو د خپراوي ګواښونو د زياتېدو سبب ګرځيدلي، له اټومي وسلو د پاکې نړۍ د چارو پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي او د ذروي وسلو د له منځه وړلو او له اټومي وسلو د پاکې نړۍ د ابادولو موخې يې شنډې کړې دي.

نوموړي پر اړوندو هېوادونو غږ کړی، چې سمدستې خپلې شومې کړنې بندې کړي. 

( سپوږمۍ)