د المان د فدرالي حکومت وياند هيبيستریټ د سپتمبر په ۲۶مه نېټه ويلي، چې د صدراعظم اولف شولز د کرونا تېسټ پايله مثبته ختلې ده.
د المان خبري اژانس د نوموړي په قول خبر ورکړی، چې اولف شولز د کرونا نښې نښانې درلودې او له ټېسټ وروسته مالومه شوه، چې نوموړی پر ياد ويروس اخته شوی دی.
اولف شولز اوس په خپل کور کې قرنطين دی.
(غاټول)