د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سپتمبر په ۲۶مه نېټه د يو امر په لاسليک سره پرېکړه کړې، چې د امريکا د يوې دفاعي پروژې د پخواني کارکوونکي ايډوارډ سنودن په شمول، څو تنو ته د روسيې تابعيتونه ورکړي.
د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرټر ديميتري پيسکوف په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې ايډوارډ سنوډن ډېر مخکې د روسیې حکومت ته د تابعيت غوښتنليک وړاندې کړی و.
پيسکوف ويلي، چې ولسمشر پوتين له سنوډن سره د کتنې پلان نه لري.
( سپوږمۍ)