چين: امريکا د بنديزونو لګولو په برخه کې سوپر هېواد دی
CMG2022/09/27 11:14:09
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۲۶مه نېټه يوې نوبتي خبري ناستې کې ويلي، چې امريکا پر نورو هېوادونو د بنديزونو لګولو په برخه کې سوپر هېواد دی.

د خبر له مخې، د ايران ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي، د زنبابوي ولسمشر يميرسون دامبودزو منانګاوا، د بولويا ولسمشر لويس ارسي او د کيوبا د بهرنيو چارو وزير برونو روډريګويز په شمول د څو هېوادونو مشرانو د د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ په عادي بحثونو کې د امريکا د بادارۍ غوښتنې يو اړخيزې کړنې غندلې دي.

وانګ ون بين وويل، چې پر نورو هېوادونو د امريکا د بنديزونو اندازه له ۲۰۰۰م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې څه باندې ۹ چنده زياته شوې ده.

امريکا د نړۍ پر نژدې څلويښتو هېوادونو اقتصادي بنديزونه لګولي، چې له امله يې د نړۍ نژدې د نيمې برخې نفوس تر دغې منفي اغيزې لاندې ژوند کوي او سخت بشري مصيبتونه يې راپورته کړي دي.

امريکايي خبري رسنيو د امريکا بنديزونه د واشنګټن د بهرنيو تګلارو لومړۍ وسله بللې ده.