د ملګرو ملتونو ۷۷مې عمومي اسمبلۍ د سپتمبر په ۲۶مه نېټه د ذروي وسلو د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په مناسبت يوه لوړ پوړې غونډه ترسره کړې ده.
د م.م سرمنشي انتونيو ګوټريش دغې غونډې ته په خپلې وينا کې ويلي، چې انسانان بايد د هر ډول اغېزمنو اقداماتو په نيولو سره اټومي ګواښونه ليرې کړي.
هغه پر دې ټينګار کړی، چې د ذروي وسلو له منځه وړل به د راتلونکو نسلونو لپاره تر ټولو لويه ډالۍ وي او په نړۍ کې د ذروي وسلو شتون سره به دايمي سوله، متقابل باور او دواملرونکې راتلونکې نه وي.