د تاریخي سندونو له مخې، د هرات مصلا ۱۱ څلي یا منارونه لرل، چې شپږ یې د کورنیو جګړو پرمهال ړنګ شوي او پنځه يې پاتې دي، خو یو څلی یې اوس د نړېدو له ګواښ سره مخ دی.
د هرات څلي نږدې شپږ پيړۍ وړاندې د تیموریانو د واکمنۍ پرمهال جوړ شوي دي.
دغه څلي، د ملګرو ملتونو له علمي فرهنګي او ښوونیز سازمان یا یونيسکو سره هم ثبت دي.