په ويانا کې د چين د اټومي صنايعو نندارتون روان دی
CMG2022/09/28 11:40:21
شريکول:

د چين د اټومي صنايعو نندارتون د اطريش په پلازمېنې ويانا کې د ملګرو ملتونو په ټاون کې د سپتمبر په ۲۶مې نېټې پېل شوی او تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام ولري.

ياد نندارتون (( اټومي صنايع راتلونکې جوړوي)) په عنوان ترسره کيږي.

 په ويانا کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د چين دايمي استازي وانګ چون او د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ عمومي مدير رافايل ګروسي د يادې ايجنسۍ په ۶۶مې عمومي غونډې کې د ګډون په ترڅ کې له ياد نندارتون څخه هم ليدنه وکړه.

په دغه نندارتون کې د اټومي انرژۍ د سوله ييزې استفادې په اړه د چين برياليتوبونه، د اټومي صنايعو د پرمختګ لپاره د چين هڅې، د ځمکني چاپېريال د ښه والي او د ښکلي هېواد د جوړولو په موخه د چين خدمتونه ښودل کېږي.

وانګ چون په خپلو خبرو کې وويل، چې چين عصري انرژۍ د پاک، کم کاربن لرونکي، خوندي او اغېزمن سيسټم جوړولو ته ژمن دی او د اټومي انرژۍ استعمال د کاربن نيچروليټي د پوره کېدو او اوج ته د کاربن ډای اکسايد د ايستلو اندازې د رسېدو لپاره يوه مهمه لاره ګڼي.

ګروسي د اټومي انرژۍ او ټکنالوژۍ په برخه کې د چين لاسته راوړنې ستايلې دي.

(ژباړه: شکريه)