د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز د سپتمبر په ۲۷ مه نېټه په کابینې کې د بدلون راوستلو فرمان صادر کړی او ولیعهد محمد بن سلمان یې د هېواد د لومړي وزیر په توګه ټاکلی دی.
د سعودي رسنیو ويلي، چې پاچا سلمان بن عبدالعزيز په کابینه کې بدلون راوستلی او خالد بن سلمان يې د دفاع وزیر او یوسف بن عبدالله یې د پوهنې وزیر په توګه ټاکلي دي.
د پاچا سلمان بن عبدالعزيز دغه فرمان د دې ښکارندويي کوي، چې د سعودي د کابېنې غونډې اوس هم د ده په مشرۍ ترسره کیږي.
د پاچا سلمان بن عبدالعزيز له ياد فرمان مخکې، خپله پاچا سلمان د هېواد لومړی وزیر و او ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د لومړي وزیر مرستیال او دفاع وزیر و.
(شکريه)