د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا "د باکيفيته پرمختګ او په شينجيانګ کې د بشري حقونو لاسته راوړنې" په عنوان فرعي ناسته تر سره کړه
CMG2022/09/28 11:45:06
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۱مې غونډې د سپتمبر په ۲۶مه نېټه د شينجيانګ په بورتالا ښار کې "د لوړ کيفيت پرمختګ او په شينجيانګ کې د بشري حقونو لاسته راوړنې" په عنوان فرعي ناسته تر سره کړې ده

دغه فرعي ناسته د چين د بشري حقونو د انسټيټيوټ په کوربه توب، د چين د شمال لوېديځ د حقوقو او سياسي علومو پوهنتون د بشري حقونو د څيړنيز مرکز، د بورتالا ښار د ملي يووالي او پرمختګ د څيړنيز مرکز او د جه جيانګ ولايت د ښوونکو پوهنتون د سرحدي څېړنو پوهنځي لخوا په ګډه تنظيم شوې وه.

په دغې فرعي ناستې کې څه باندې لسو چيني او بهرنيو کارپوهانو، د شينجيانګ د وګړو استازو او په چين کې د بهرنيو زده کوونکو استازو د شينجيانګ د باکيفيته پرمختګ له امله د رامنځته شويو بدلونونو او د بشري حقونو د پرمختګ په برخه کې د لاسته راوړنو په اړه انلاين او حضوري بحثونه کړي دي.

د بورتالا ښار د ولسي کانګرېس د دايمي کميټې مشر عيشان جان عبدالکريم په دې غونډه کې ويلي، چې د شينجيانګ د اويغور کورواکې سیمې حکومت او په دې سيمې کې د چين د کمونېست ګوند کميټې په نوې زمانه کې د شينجيانګ د حکومتولۍ په اړه د ګوند تګلاره په بشپړه او دقيقه توګه پلې کړې ده.

نوموړي ويلي، چې د شينجيانګ سيمه ييز حکومت د سیمې د پرمختګ او ثبات، پرمختګ او د خلکو ژوند او پرمختګ او د عامه نظر ترمنځ پر اړيکو ژور ليد لري، د ټولو خواوو ځواکونه يې یو ځای کړي، د پرمختیایي لاسته راوړنو په رڼا کې يې د عامو وګړو د ژوند د ښه والي لپاره سترې هڅې کړي، د خلکو د بشري حقونو د ساتنې په ګډون د اساسي قانون اصول يې پلي کړي او لا لوړ پړاو ته يې د سيمې د لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ او د بشري حقونو د ساتنې چارو د هڅولو او رسېدو لپاره ګامونه پورته کړي دي.

(ژباړه: شکريه)