د ځایي خلکو په خبره، هرات تر ۶۰ او د ځینو په اند ان تر ۱۲۰ ډولونو انګور لري او د دې تر څنګ په دغه ولايت کې ډېر ښه اينځر هم کيږي.
هرات د زابل، کندهار او هلمند ولایتونو په څېر د اینځرو پراخ بڼونه لري، چې وچ شوي اینځر یې بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي.