د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند: نړيواله ټولنه دې د افغانستان اوسني وضعيت ته په سمه توګه وګوري
CMG2022/09/28 18:54:11
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د سپتمبر په ۲۸ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د افغانستان د روان وضعيت په اړه وويل، د تېر کال له اګست راهيسې چې کله په افغانستان کې سیاسي بدلون راغی، د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د سرپرست حکومت په ګډو هڅو، په دغه هېواد کې په لويې پيمانې د کډوالو بحران نه دی رامنځته شوی، په ټولنه کې امن او نظم په تدريجي ډول ښه شوی، د بيارغونې بهير روان دی او وضعيت يې عموما با ثباته ساتل شوی دی او نړيواله ټولنه دې په سمه توګه ورته وګوري.

د ځينو رسنیو د خبرونو له مخې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي مرستيال استازي مارکس پوتزل د سپتمبر په ۲۷ مه نېټه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې ته ويلي، په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له واکمنۍ راهيسې کم او سوکه پرمختګونه شوي او ځينو عواملو پر دغو پرمختګونو سیوری غوړولی او د دغه هېواد له سرپرست حکومت سره د اړیکو لپاره د نړيوالې ټولنې صبر د کمېدو په حال کې دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين پدې اړه وويل، افغانستان اوس په داسې کليدي پړاو کې دی، چې د ګډوډۍ له حالته د حکومتدارۍ حالت ته ستنېږي، د خلکو ژوند لا هم له ستونزو سره مخ دی، د ترهکرۍ ګواښونه هم موجود دي، اړتیا ده چې د دغه هېواد اداري سیستم ښه شي، نړۍ دې ته پاملرنه کوي.

ده زیاته کړه چې نړيواله ټولنه دې د افغانستان له لنډمهاله حکومت سره تعامل ته دوام ورکړي، بشري مرستې دې ورسره زیاتې کړي او د پرمختګ په برخه کې دې ورسره زياتې همکارۍ وکړي. هغه وویل چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له سرپرست حکومته ملاتړ وکړي، څو ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ کړي، نرمې او ثابتې پاليسۍ غوره کړي، له ګاونډيو سره په دوستانه اړیکو ټينګار وکړي، د بېلابېلو قومونو، ښځو او ماشومانو په ګډون دې د ټولو افغانانو بنسټيز حقونه تامين کړي، له هرډول تروريزم سره دې مبارزه وکړي او په دې هېواد کې دې تلپاتې سوله او ارامي ژر تر ژره تامین شي.