چين: نړيواله ټولنه دې د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره تماس وساتي
CMG2022/09/28 11:29:37
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۲۷مه نېټه په امنيت شورا کې وينا کړې او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره په تماس کې پاتې شي.

ښاغلي ګنګ شوانګ ويلي، چې د تېرو شلو کالونو حقيقتونو دا څرګنده کړې، چې په افغانستان کې پوځي لاسوهنې او بهرنی موډل کار نه ورکوي او يوازې افغانان کولی شي، چې د خپل هېواد برخليک وټاکي.

 نوموړي ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد " د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکيت"   اصل عملي کړي، په رښتينې رويې دې د دغه هېواد له لنډمهالي حکومت سره تماس وساتي، خپلمنځي تفاهم او باور دې ورسره پياوړي کړي، د ټولشموله سياسي چارو د جوړونې او د نرمو تګلارو د تطبيق په برخو کې دې ورسره مرستې وکړي.

ګنګ شوانګ په اشارې ويلي، که نړيواله ټولنه د افغانستان پر لنډمهالي حکومت نيوکې روانې وساتي او فشارونه ورباندې راوړي او حتی د سفر بنديز د غځولو  مسئله پرې د خبرو اترو د معاملې په توګه وکاروي، نو د خبرو اترو دروازه به تنګه او د دواړو خواوو ترمنځ مخالفت او توپيرونه به سخت شي.

ګنګ شوانګ ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د بشري بحران د ليرې کولو او د اقتصادي ثبات لپاره له دغه هېواد سره مرستو ته لومړيتوب ورکړي، د بشر دوستۍ او اقتصاد چارو ته دې سياسي رنګ نه ورکوي او د بشري مرستو او اقتصادي پرمختګ چارې دې په نورو سياسي مسئلو پسې نه تړي،

نوموړي ويلي، چې په بهر کې د افغانستان ګنګل شوې پانګه بايد ژر ازاده شي او دغه پانګه بايد د دغه هېواد د خلکو ژوند د ښه والي او اقتصادي بيارغونې کې ولګول شي.

ګنګ شوانګ زياته کړې، چې د افغانستان پر وړاندې اوسمهال د امنيت، ترهګرۍ ضد مبارزې، د نشه يي توکو د مخنيوي او د کډوالو چارو ستونزې پرتې دي،  د دغو مسئلو د حل لپاره بايد مجموعي تګلارې غوره او له بېخه د مسئلو د حل لارې چارې ولټول شي.

 چين هيله مندي ښيي، چې د افغانستان لنډمهالی حکومت د خپلو ژمنو د پلي کولو لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي، له ټولو ترهګريزو ډلو سره اړيکې پرې کړي او د داعش او ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول د ترهګريزو ډلو ضد مبارزې لپاره دې له نړيوالې ټولنې سره ګډې هڅې وکړي.

ګنګ شوانګ ويلي، چې راتلونکې ته په کتو بېلا بېلې خواوې بايد د کورني بازار د احيا او په سيمه ييزو همکاريو او تګ راتګ کې د ګډون لپاره له افغانستان سره مرستې وکړي، څو د دغه هېواد د ګډوډۍ سرچېنه له بېخه لرې او دايمي سوله او پرمختګ خپل کړي.