روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۲۷مه نېټه یو نوی راپور خپور کړی، چې له مخې يې د منځۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۷مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۵۹ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۱۵۹ زره او ۵۶۳ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۱۲ میليونه، ۷۲۴ زره او ۱۷۱ ته رسېدلی دی.
راپور وايي، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۴۳۷ کسان مړه شوي، چې په دې سره يې عمومي شمېر ۶ میليونه، ۵۱۷ زره او ۱۲۳ ته رسېدلی دی.