چين د امریکا د سایبري بریدونو په اړه پوره شواهد لري
CMG2022/09/28 14:54:40
شريکول:

د چین د کمپيوټري ویروس ضد د بېړني غبرګون مرکز او” ۳۶۰“ تخنیکي شرکت د سپتمبر په ۲۷مه نېټه د چین پر شمال لوېديځ پولیتکنیک پوهنتون د بهرني سایبري برید د پلټنې دوهم راپور خپور کړ. تر دې مخکې دوی د روانې میاشتې په ۵مه نېټه لومړی راپور خپور کړی و. په دغه دوهم راپور کې د لومړي راپور پر بنسټ د چین پر یاد پوهنتون د امریکې د ملي امنيت د اېجنسۍ ځانګړي برید کوونکي دفتر د زرګونو سایبري بریدونو لا زیات تفصیلات په ډاګه شوي او په دې سره د امریکا د دولتي امنیتي اېجنسۍ د سایبري برید او د مالوماتو غلا کولو کړنې څرګندې شوې دي.

په دغه تازه راپور کې ښکاره شوي چې د امریکې یاد دفتر د چین پر شمال لوېديځ پولیتکنیک پوهنتون د سایبري برید په ترڅ کې د چین د بنسټيزو تاسیساتو د چلوونکو تصدیو کليدي مالوماتو ته د لاسرسي یوه تش په نوم قانوني لاره جوړه کړې وه او پر مټ يې د چین پر بنسټيزو تاسیساتو د نفوذ او کنټرول موخه عملي کړې ده او په دې لارې يې د چیني استعمال کوونکو پټ مالومات غلا کړي دي.

په حقیقت کې امریکې له اوږدې مودې راهیسې د لويې پیمانې سایبري بریدونه کړي او دا یو څرګند رمز دی. 

د فرانسې وینګت کواتري (France vingt-quatre) ټلويزیوني شبکې په اشارې سره وویل، چې د امریکې د سایبري څار موخه ډېره څرګنده ده، هغه غواړي د ټولې نړۍ څار وکړي او ملګري يې هم پکې شامل دي.

د امریکې د دفاعي چارو  پخواني قراردادي کارکوونکي ايډورډ سنوډن په ۲۰۱۳م کال کې ګڼ شمېر شواهد وړاندې کړي و چې د امریکې دولتي امنیتي اېجنسۍ د پریزم په نوم د څار پروژې  پلې کړې او په ګردې نړۍ کې د ايمیل، فیسبوک، ګوګل او سکایپ څار کوي.

د چین یو سایبري شرکت سږ کال د یوه راپور په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه، چې د امریکې دولتي امنيتي اېجنسۍ له لسګونو کلونو راهیسې د چین، برېټانیا، جرمني او فرانسې په شمول د ۴۷ هېوادونو او سیمو پر ۴۰۳ موخو سایبري بریدونه کړي دي.

خو د امریکې دولتي امنيتي اېجنسۍ د سایبري برید د تفصیلاتو مالومات ډېر لږ افشا کېږي. د چین په دغه تازه راپور کې د رښتینو شواهدو په کارولو سره پر شمال لوېدیځ پولیتکنیک پوهنتون د امریکې د سایبري بریدونو د لارې، وخت او حتی تېروتنو مشخص مالومات وړاندې شوي او د ۱۳ برید کوونکو هویت يې هم په ډاګه شوی دی. د دغو شواهدو په څرګندېدو سره د امریکې سایبري برید ته قوي ځواب ورکړل شوی دی.

امریکا یوه خوا د مخکښې تکنالوژۍ په لرلو سره د لويې پيمانې سایبري بریدونه کړي، بله خوا له خپلو ملګرو سره يې پر چین بې ځایه تورونه لګولي او سایبري بریدونه يې په چین پسې تړلي. ویل کېږي چې د چین د دغه راپور په خپرولو سره د امریکې لخوا جوړ شوي ګنګوسې رد شوې دي.

د یادولو وړ ده چې د چین پر شمال لوېديځ پولیتکنیک پوهنتون د امریکې د دولتي امنيتي اېجنسۍ د سایبري برید په اړه د تخنیکي پلټنې په بهیر کې، چین د امریکې د تکنالوژۍ وړتیاوې ماتې کړې او د امریکې د کړنو پوره شواهد يې تر لاسه کړي دي. د چین دغه بریالیتوب د بېلابېلو هېوادونو لخوا د امریکې د دولتي امنيتي اېجنسۍ د سایبري بریدونو د کشف کولو او مخنیوي لپاره یوه نمونه وړاندې کړې ده.

چین تل پر دې ټينګار کړی چې د سایبري خوندیتوب ساتنه کې باید دوه ګوني معیارونه غوره نشي، دا نه کېږي چې یو یا ځینی هېوادونه خوندي وي، خو نور خوندي نه وي. امریکا باید پر چین د شوم نیت سایبري بریدونه سمدلاسه پای ته ورسوي او د چین یاد راپور ته دې مسئولانه ځواب ورکړي.