د جاپان د پخواني لومړي وزير شينزو ابي د جنازې ملي مراسم تر سره شول
CMG2022/09/28 14:14:23
شريکول:

د جاپان د پخواني لومړي وزير شينزو ابي د جنازې ملي مراسم د سپتمبر په ۲۷مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينې توکيو کې تر سره شول.

شينزو ابي ۶۷ کلن و، چې د جولای په ۸مه نېټه د جاپان په ناراکين ښار کې د سنا مجلس د ټاکنو د کمپاين پر مهال د وسله وال بريد ښکار وګرځيد او روغتون ته تر ليږدولو وروسته يې د سختو ټپونو له امله سا ورکړه.

 نوموړي په ۲۰۰۶م کال او وروسته بیا په ۲۰۱۲م کال کې د دغه هېواد لومړی وزیر و.