په ملګرو ملتونو کې د چین دايمي استازي جانګ جون د سپتمبر په ۲۷مه نېټه په امنيت شورا کې د اوکراين مسئلې د څار بهير په يوې غونډې کې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې د اوکراين مسئلې سياسي حل پيدا کړي.
نوموړي ويلي، چې چين د اوکراين د وضعيت وروستی بدلون څاري او د بېلابېلو خواوو نظريو ته هم پاملرنه کوي.
جانګ جون ويلي، چې چين د اوکراين مسئلې په اړه دايمې او څرګند دريځ لري.
چين پر دې اند دی، چې هر هېواد باید د بېلابېلو هېوادونو ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته درناوی ولري، د ملګرو ملتونو د منشور اصول باید مراعات کړي، د بېلابېلو هېوادونو امنيتي انديښنو ته باید په درنه سترګه وګوري او د ستونزو د سوله ييز حل لپاره باید له ټولو هڅو څخه ملاتړ وکړي.
چين تل د سولې مذاکراتو پرمخبيولی او بيايي يې او په راتلونکي کې به رغنده رول لوبولو ته دوام ورکړي.