د امريکا د پنسيلوانيا ایالت په يوه منځني ښوونځي کې ډزو ۴ کسانو ته مرګژوبله اړولې
CMG2022/09/28 11:46:49
شريکول:

د امريکا د پنسيلوانيا ایالت د فيلاديلفيا ښار په يوه منځني ښوونځي کې د سپتمبر په ۲۷مه نېټه د ډزو پېښه شوې، چې له امله یې تن وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.

پولیسو ويلي، چې د همدې نېټې په ماسپښين د يوه منځني ښوونځي د رګبي (Rugby)لوبغاړو ترمنځ جنجال شوی دی.

بريدګر داسې مهال ډزې کړي، چې خلک د لوبې له ډګره د وتلو په حال کې وو.

پولیسو ويلي، چې په ياد بريد کې څلور کسان ټپيان شوي وو، خو يوه ټپي د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې سا ورکړې ده.

پولیسو ويلي، چې بريدګر له سيمې په تېښته بريالی شوی او د پېښې په تړاو يې تر اوسه څوک نه دي نيولي.

د امریکا د " ټوپک تاوتریخوالی آرشیف" ویبپاڼې تازه شمېرې ښیي، چې روان کال په دغه هېواد کې نژدې ۳۳ زره کسان د ټوپک د ډزو له امله وژل شوي دي.

 (ژباړه: شکريه)