د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۷ مه نېټه د روسيې د ايزيوسک ښار په يوه ښوونځي کې د ډزو پېښې له امله د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين ته د خواخوږۍ پیغام ليږلی دی.
شي جين پينګ ويلي، چې يادې پېښې هغه ته ټکان ورکړی دی.
نوموړي په پيغام کې د چين د حکومت او ملت په استازيتوب په يادې پېښې کې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره غمشريکې ښودلې او د ډاډګېرنې مراتب يې ورته وړاندې کړي دي.