د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر: «د چين کمونېست ګوند او ملي يووالی» کتاب د هېواد يووالی منعکس کړی
CMG2022/09/28 15:07:32
شريکول:

د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر وياندې جو فنګ ليان د سپتمبر په ۲۸ مه نېټه د دغه دفتر په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې «د چين کمونېست ګوند او ملي يووالی» کتاب چاپېدل د دې ښکارندويي کوي، چې هېوادوال به مو یووالی ساتي او ټول چيني ملت به پر يوه ټغر سره راټوليږي.

«د چين کمونېست ګوند او ملي يووالی» کتاب د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تايوان چارو دفتر لخوا ليکل شوی او پدې وروستيو کې د خلکو خپرندويې ټولنې او جيو جو خپرندويې ټولنې لخوا چاپ شوی دی.

په دغه کتاب کې د تايوان مسئلې د هواري او د هېواد د يووالي په موخه د چين د کمونېست ګوند سل کلنې هڅې، لاسته راوړنې او ارزښتناکې تجربې خوندي شوي،  د ملي يووالي په چارو کې د دغه ګوند لارښوونکی رول پکې څرګند شوی او د تايوان د دواړو تنګيو د وطنوالو د ګټو او ښېګڼو لپاره پکې د دغه ګوند صميميت ښودل شوی دی.