د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۲م کال کرنيز نندارتون په وروستيو کې د چين د شان شي ولایت په يانګ لين کې پرانيستل شوی دی.
په دغه نندارتون کې د روسيې شات، پاکستانۍ کمپلې، جلغوزي او ځمکني توت، قزاقستاني غوړي او اوړه، د قرغيزستان ميوې او د نورو ګڼو هېوادونو توليدات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو سوداګر هيله مندي ښيي، چې په دغه نندارتون کې به ډېر همکاران پيدا کړي او غوره کرنيز محصولات به چين ته راوړي.