له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په اړه د حکومتونو د ځانګړې کمېټې ۵۷مه عمومي غونډه پرانیستل شوه
CMG2022/09/29 14:57:12
شريکول:

د روان کال د سپتمبر په ۲۷مه نېټه د سویس په جینوا کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په اړه د حکومتونو د ځانګړې کمېټې ۵۷مه عمومي غونډه پرانیستل شوه. دغه عمومي غونډه د کرونا وبا تر خورېدو وروسته د دې ارګان لومړۍ حضوري غونډه ده او د روانې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام ولري.

 د چین د هوا پېژندنې ملي ادارې د تکنالوژۍ او اقلیمي بدلون د ریاست مرستیال جانګ شینګ ينګ د بهرنیو چارو وزارت او د هوا پېژندنې ملي ادارې د کارکوونکو لخوا د جوړ شوي پلاوي په مشرۍ په یاده غونډه کې برخه لري.

ښاغلي جانګ شينګ ینګ څو ورځې مخکې د چین میډيا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې وویل، چې د یادې ځانګړې کمېټې دغه عمومي غونډه ډېر مهم ارزښت لري او د چین پلاوی دوو موضوعاتو ته ډېره پاملرنه کوي. هغه وویل دغه غونډه له قلیمي بدلون سره د مبارزې په اړه د حکومتونو د ځانګړې کمېټې د ارزونې ۶م راپور او ۷م راپور ترمنځ په بهیر کې ترسره کېږي او مهم ارزښت لري،  ګډونوال به د زیاتو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړي، نو د بېلابېلو حکومتونو پلاوي هم دغې غونډې ته جدي پاملرنه کوي. په دغه غونډه کې به د ارزونې د ۶م عمومي راپور پاتې کارونه بشپړ شي او د ۷م راپور لپاره به د ارزونې رییسه پلاوي پر جوړښت او پيمانې بحث وشي.

له اقلیمي بدلون سره د مقابلې په اړه د حکومتونو د ځانګړې کمېټې د ارزونې د ۶م راپور په اړه د لومړي کاري ګروپ اېتلافي مشر او د چین د هوا پېژندنې د علمي څېړنې انستيتوټ څېړونکي جای پان ماو د چین ميډیا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې وویل، چې په ۶م راپور کې د اقلیمي بدلون مسئلې، د ملګرو ملتونو تر ۲۰۳۰م کال پورې د دواملرونکې پرمختیا له ايجنډا، همدارنګه د طبیعي ناورینونو سره د مبارزې او د انسانانو د اقتصاد او ټولنې د راتلونکي ودې په اړه ټول مالومات راټول شوي دي.

همدارنګه د چین ساینسپوهانو د دغه راپور د جوړولو کې  مهم رول لوبولی دی.

 هغه وویل د چین ساینسپوهانو د یادې ځانګړې کمېټې په کارونو کې ډېر ګډون کړی او د لیدو وړ مهم رول يې لوبولی دی. زیاتو چيني ساینسپوهانو د ۶م راپور د لیکلو په کار کې برخه اخیستې، زموږ د ګډون کچه په نړۍ کې مخکښ مقام خپل کړی.

 ویل کېږي چې د چین ساینسپوهانو له اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره په علمي ساحه کې فعال او مهم خدمتونه ترسره کړي دي.

اقلیمي بدلون د اوسنۍ نړۍ پر وړاندې له تر ټولو سختو ننګونو څخه دی، ښاغلي جای پان ماو اوج ته د کاربن ایستلو اندازې د ټاکلو او د کاربن حنثی  کولو  په برخو کې د چین حکومت د اغېزمنو خدمتونو لوړه ارزونه وکړه او وې ویل،  له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په اړه د حکومتونو د ځانګړې کمېټې مهم کارونه دا دي، چې د ساینس له لحاظه اړوندې مسئلې څرګندوي، د تګلارو انتخاب په اړه يې ځيني وړاندیزونه کوي. زموږ په اند، د چین حکومت له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې فعاله او اغېزناکه رویه غوره کوي، د خپل هېواد له رښتینو حالاتو سره سم اغېزناک تدبیرونه نیولي او مثبته نتیجه مو تر لاسه کړې ده.

له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په اړه د حکومتونو ځانګړې کمېټه په ۱۹۸۸م کال کې جوړه شوه او موخې يې د اقلیمي بدلون په اړه علمي او تخنیکي مالومات، د اقلیمي بدلون په اړه د ټولنې پېژندنې، د اقلیمي بدلون اصلي لاملونو، پټې اغېزې او ورسره د مبارزې تدبیرونو په اړه عمومي ارزونې وړاندې کول دي.