د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ ۶۶م کنفرانس د سپتمبر په ۲۶مه نېټه په ويانا کې پرانيستل شوی دی.
په ويانا او د ملګرو ملتونو په نورو سازمانونو کې د ايټاليا استازی کورتېس د ياد کنفرانس د رئيس او د چيني پلاوي مشر او په ويانا او د ملګرو ملتونو په نورو سازمانونو کې د چين دايمي استازی وانګ چون د کنفرانس د مرستيال رئيس په توګه ټاکل شوي دي.
وانګ چون د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ ۶۶م کنفرانس د عادي بحثونو مشرې کړې ده.
د مالوماتو له مخې، په دغه کنفرانس کې به د اټومي ټکنالوژۍ د کارولو، د اټومي موادو د څار پياوړتيا، د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې، منځني ختيځ او د اوکراين اټومي امنيت په شمول د ځينو سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په اړه بحثونه وشي.
چين ياد کنفرانس ته وړانديز کړی، چې د امريکا، بريتانيا او استراليا تر منځ د اټومي اوبتلونو د همکاريو په تړاو د اړوندو موادو د پلور، نظارت او څار او د ذروي وسلو د نه خپراوي پر تړون د منفي اغېزو په اړه بحثونه دې وکړي.
د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ ۶۶م کنفرانس به د ځينو مسئلو تر څېړنې وروسته يو پرېکړه ليک تصويب کړي او د روانې مياشتې په ۳۰ مه نېټه به پای ته ورسېږي.
(مينه)