روسيې د نارډ سټريم د طبيعي ګازو د نل ليکو په تخريب کې لاس لرل رد کړل
CMG2022/09/29 15:04:43
شريکول:

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرېټر ديميټري پيسکوف د سپتمبر په ۲۸مه نېټه رسنيو ته ويلي، هغه خبر چې روسيه د نارډ سټریم ـ ۱ (Nord Stream -1) او د نارډ سټریم ـ ۲ (Nord Stream -2) د پروژو 

 طبيعي ګازو د نل ليکو په تخريب کې لاس لري، بې ځايه دی.

پيسکوف له بېلابېلو خواوو څخه غوښتي،‌ چې د نارډ سټريم پروژې د نل ليکې د تخریب او ویجاړېدو د پېښې په تړاو هر اړخيزه پلټنه وکړي او پوره غور او فکر دې وکړي، چې څوک له داسې  کړنې ګټې پورته کولی شي، نو خپله به يوې پایلې ته ورسیږي.

هغه زیاته کړې، چې روسیه به یوازې پر دې ټينګار ولري، چې د دې پروژو مسؤل شرکت یا د روسيې د طبيعي ګازو شرکت بايد په دغو څېړنو کې ګډون وکړي. 

د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتیکو او امنيتي چارو ځانګړي استازي جوس بوريل د دې ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو په استازيتوب په يوې اعلامیې کې ويلي، چې د دوی مالومات دا په ډاګه کوي، چې ياده پېښه د خاص مقصد لپاره رامنځته شوې ده.

نوموړي ويلي، چې د اروپايي ټولنې د انرژۍ د اساسي تاسيساتو هر ډول ويجاړول د منلو وړ نه دي او اروپايي‌ ټولنه به کلک ځوابي تدبيرونه ونيسي.

بوريل ويلي، چې اروپايي ټولنه به د يادې پېښې له هر اړخيزې څېړنې ملاتړ وکړي او په لا اغېزمنو اقداماتو به د اروپايي ټولنې د انرژۍ خونديتوب وساتي .

د سويډن يوه ټلويزيوني چينل د سپتمبر په۲۷مه نېټه خبر ورکړی، چې د دې هېواد د اندازه ګيرۍ سټېشن د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه د نارډ سټریم ـ ۱ او د نارډ سټریم ـ ۲ پروژو د ويجاړېدونکو برخو په سمندري سيمې کې دوه سختې چاودنې څارلې دي.