چين: امريکا، بريتانيا او نور لوېديځ هېوادونه باید په خپلو استعماري تېروتنو اعتراف وکړي
CMG2022/09/29 11:15:41
شريکول:

 د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د سپتمبر په ۲۸مه نېټه په خپلې ۵۱مې غونډې کې " پر بشري حقونو د استعماريزم منفي اغيزې " بحثونه کړي دي.

 په ژنيو کې د م.م په مقر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين لوی سفير لي سونګ په خپله وينا کې له امريکا، بريتانيا او نورو لوېديځو هېوادونو غوښتي، چې په خپلو پخوانيو استعماري تېروتنو اعتراف وکړي او د سمولو لپاره دې يې لارې چارې ولټوي.

لي سونګ په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي، چې استعمار د امريکا، بريتانيا او نورو لويديځو هېوادونو تاريخي اصلي ګناه ده او دا د نړۍ د بشري حقونو په تاريخ کې داسې تورتم او تور داغ دی، چې د بشري تمدن په تاريخ کې يې ساری نه لیدل کيږي او څوک پرې سترګې نه شي پټولی.

نوموړي ويلي، چې مونږ باید د بشري حقونو د پرمختيايي لارې د انتخابولو په برخه کې مختلفو هېوادونو ته درناوی ولرو.

لي سونګ زیاته کړې، چې نن ورځ هیڅ هیواد نشي کولی، چې له بل هیواد سره زور او ظلم وکړي.

استعماري هیوادونه اوس څنګه او په کومو سترګو ځانونه "د بشري حقونو مدافعین" بولي؟

لي سونګ پر اړوندو هېوادونو غږ کړی، چې د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې بندې کړي، د بشري حقونو مسئلو ته دې سياسي رنګ نه ور کوي او د بشري حقونو په نوم دې سياسي بدلون نه راولي.

(ژباړه: شکريه)