امريکا، کاناډا او استراليا دې د بومي وګړو پر وړاندې د روان تبعيض او ظلم په اړه جدي فکر وکړي
CMG2022/09/29 15:09:10
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين استازي د سپتمبر په ۲۸مه نېټه د بشري حقونو شورا د ۵۱مې غونډې د بوميانو د حقونو په ځانګړې ناستې کې پر امريکا، کاناډا او استراليا غږ وکړ، چې له بومي وګړو سره د روان تبعيض او ظلم په اړه جدي فکر وکړي.

نوموړي ويلي، چې چين له اوږدې مودې راهيسې په يادو هېوادونو کې پر بومي يا اصلي وګړو د غفلت، تبعيض، غير عادلانه او ناوړه چلند په اړه ژورې اندېښنې څرګندوي.

 څیړنې ښیي، چې د امريکې په ټاکنو کې د بومي یا اصلي امريکايانو د ګډون پر وړاندې ۱۱ خنډونه شتون لري، چې د ساري په توګه يې محدود سياسي خدمتونه او د ټاکنو د لګښتونو کموالی يې یادولی شو.

د چين استازي ويلي، چې په اوس وخت کې، د امریکا د بومي اوسیدونکو يا اینديانو سیاسي اغېزه د دغه هېواد په نفوس کې تر ټولو ټيټه ده.

 نوموړي زياته کړې، چې د کاناډا په ډېرو ځايونو کې د بورډینګ ښوونځي په ساحو کې د بومي وګړو د ماشومانو پاتې شوني موندل شوي دي او د استرالیا د بومي یا اصلي خلکو د توقیف کچه د نورو په پرتله ۱۵چنده زياته ده او د توقیف په ترڅ کې د اصلي خلکو د مړینې کچه مخ په ډېرېدو ده، چې دا د زياتو کورنيو د جلا کېدو لامل کرځي او د اصلي خلکو د استوګنځايونو د پرمختګ مخنيوی يې کړی دی.

(ژباړه: شکريه)