د چين او ارجنټاين د کلتوري تبادلې لوړ پوړی فورم تر سره شو
CMG2022/09/29 10:11:22
شريکول:

د چین او ارجنټاين ترمنځ د کلتوري تبادلې لوړ پوړی فورم د سپتمبر په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو.

په دغه فورم کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د دې مرکزي کميټې د اطلاعاتو او نشراتو وزير هوانګ کون مينګ هم ګډون کړی و او د فورم ګډونوالو ته يې د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام ولوست.

په چين کې د ارجنټاين سفير ګوستاوا سابينو واکا نرواجا هم د فورم ګډونوالو ته د خپل هېواد د ولسمشر البېرتو فرنانديز د مبارکۍ پيغام ولوست.

هوانګ کون مينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر فرنانديز د مبارکۍ له پيغامونو څخه څرګنديږي،‌ چې دواړه مشران په نوي عصر کې د دواړو هېوادونو خپلمنځي همکاريو ته په درنه سترګه ګوري او د خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ژورولو او د دوه اړخيزو کلتوري‌ تبادلو د پرمختګ هيلې لري.

دغه فورم د چين او ارجنټاين د ۲۰۲۲م کال د دوستانه همکاريو له لړيزو فعالیتونو څخه يو و، چې د چين ميډيا ګروپ او د ارجنټاين د رسنیو چارو دولتي سکريتر د دفتر لخوا په ګډه تر سره شو.

په دغه فورم کې د دواړو هېوادونو او د ځينو نورو هېوادونو څه باندې ۱۰۰ استازو په انلاين اوحضوري ډول ګډون کړی و.