د چين او ارجنټاين مشرانو د دواړو هېوادونو د کولتوري تبادلې لوړ پوړي فورم ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ارجنټاين ولسمشر البيرتو فيرنانډيز د سپتمبر په ۲۸مه نېټه د چين او ارجنټاين د کولتوري تبادلې لوړ پوړي فورم ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې چين او ارجنټاين ښه ملګري او دوست هېوادونه بللي دي.
نوموړي ويلي، چې روان کال چين او ارجنټاين د سياسي اړيکو د جوړېدو له ۵۰مې کليزې سره برابر دی او دا د دواړو هېوادونو د دوستانه همکاريو کال هم دی.د دواړو هېوادونو اړيکو د ۵۰ کالونو يا نيمې پيړۍ په درشل کې له نړيوالو بدلونونو سره سره پرمختګ کړی او د نويو سمسورو بازاري هېوادونو او د پرمختيايي هېوادونو د يووالي او همکاريو او ګډ پرمختګ نمونه ګرځيدلې ده.
نوموړي هيله ښودلې، چې د چين او ارجنټاين د کولتوري تبادلې د لوړ پوړي فورم برخوال ميلمانه په ګډه د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو لپاره نوې پاڼه پرانيزي او په نوې زمانې کې د دواړو هېوادونو د برخليک ګډه ټولنه جوړه کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې لپاره خدمتونه وکړي.
د ارجنټاين ولسمشر البيرتو فيرنانډيز په خپل پيغام کې باور ښودلی، چې چين او ارجنټاين به د راتلونکو ۵۰ کالونو په درشل کې په لوړې سویې د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.
نوموړي ويلي، چې د دواړو هېوادونو خبري رسنۍ اغيزمنې همکارۍ لري او د دواړو هېوادونو د خلکو د متقابل تفاهم لپاره خدمتونه کوي.
فیرنانډيز هيله ښودلې، چې ارجنټاين او چين خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي او د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګښت او د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو او نړيوال پرمختګ او سولې لپاره نور زيات خدمتونه وکړي.