چين: هیڅوک د فلسطينيانو د برخليک مسئلې د ردونې حق نه لري
CMG2022/09/29 14:20:38
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د سپتمبر په ۲۸مه نېټه په امنیت شورا کې د منځني ختيځ د فلسطين مسئلې په اړه وينا کړې او ويلي يې دي، چې هیڅوک  د فلسطينيانو د راتلونکي برخليک د مسئلې د ردونې حق نه لري. 

جانګ جون ویلي، چې نړيواله ټولنه هيله لري، چې د فلسطين مسئله ژر، عادلانه او دایمي حل شي.

هغه زياته کړې، چې امنیت شورا د نړیوالې سولې او امنيت د ساتلو لومړنی مسئوليت لري او د فلسطين مسئلې د حل دنده هم بايد پر غاړه واخلي، لا مثبت او اغېزمن ګامونه بايد پورته کړي او له مشروع حقونو څخه د فلسطينيانو د بېرته برخمنېدو ملاتړ دې وکړي، څو په منځني ختيځ کې تلپاتې سوله ټينګه شي.

د نوموړي په وينا، امنیت شورا بايد د دوو هېوادونو لايحې پلې کول پرمخ بوزي، ګډ امنيت دې پياوړی، نړيواله قانوني اداره دې خوندي‌ وساتي او پر مساواتو او عدالت دې ټينګار ولري.