چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره په ګډه د غلو دانو خونديتوب وساتي
CMG2022/09/29 16:38:32
شريکول:

د چين بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د يوې خبري ناستې مشري کړې ده.

خبريال په دغې ناستې کې له وانګ ون بين څخه پوښتلي، چې نن د غلو دانو د ضايع کېدو او اسراف د مخنيوي نړيواله ورځ ده، چين په دې برخه کې څه تدبيرونه او لاسته راوړنې لري او نړۍ ته يې کوم خدمتونه کړي دي؟

د چين بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د خبريال يادې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د چين حکومت تل د غلو دانو چارو ته لومړيتوب ورکړی، د خوراکي توکو خونديتوب او امنيت یې ساتلی او د غلو دانو د ضايعې کېدو او اسراف په مخنيوي کې پوره هڅې کوي.

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د خوراکي توکو پر نه اسراف ټينګار لري او په دې اړه يې لارښوونې کړي او په ټولنې کې يې خوراکي توکو ته د ارزښت ورکولو نظريه راپورته کړې ده.

چين د خوراکي توکو د ضايعې کېدو د مخنيوي په برخه کې نړيوالې همکارۍ کړي او غواړي له بېلا بېلو خواوو سره خپلې اړوندې تجربې شريکې کړي، د نړيوال پرمختګ وړاندوينه ورسره پرمخبوزي او د خوراکي توکو د خونديتوب په برخه کې ورسره ګډې هڅې وکړي