د چين او جاپان د سياسي اړيکو د عادي کېدو د ۵۰مې کليزې په پار د مشرانو د مبارکۍ پيغامونه
CMG2022/09/29 15:51:30
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د جاپان صدراعظم فوميو کيشيدا د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د عادي کېدو د ۵۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې د چين او جاپان پخوانيو مشرانو ۵۰ کاله مخکې د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د بيا عادي کېدو غوڅه پرېکړه وکړه او د اړيکو نوې پاڼه يې پرانيسته.

نوموړي ويلي، چې چين او جاپان د تېرو ۵۰ کالونو په درشل کې د حکومتونو او خلکو په ګډو هلو ځلو څلور سياسي سندونه لاسليک، يو لړ ګډې موافقې يې کړي او په بېلا بېلو برخو کې يې خپلمنځي همکارۍ پر له پسې ټينګې کړې دي، چې پر مټ يې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې رسيدلي او د سيمې او نړۍ سوله او ثبات يې هڅولې دي.

فوميو کيشيدا په خپل پيغام کې ويلي، چې جاپان او چين د تېرو ۵۰ کالونو په درشل کې د اقتصاد، فرهنګ او د خلکو د تګ راتګ په شمول ځينو برخو کې همکارۍ کړي او دايمي پرمختګ يې موندلی دی.

نوموړي ويلي، چې چين او جاپان به په ګډه د خپلمنځي اړيکو نوی باب پرانيزي او دا يې ډېر مهمه چاره بللې ده.

کیشيدا زياته کړې، چې جاپان به له چين سره يو ځای په راتلونکو ۵۰ کالونو د خپلمنځي ثابتو اړيکو د جوړولو او د دواړو هېوادونو، د سيمې او نړۍ د سولې او سمسورتيا لپاره هلې ځلې وکړي.

د چين صدراعظم لي که چيانګ او لومړي وزیر فوميو کيشيدا هم په همدې ورځ په دې مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.