چین: نړیواله ټولنه باید د پرمختګ مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي او خپلمنځي یووالی او همکارۍ بايد وهڅوي
CMG2022/09/30 11:44:46
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دایمي استازي دای بین د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د ۷۷مې اسمبلۍ په یوې مباحثوي غونډې کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې خپلمنځي یووالی او همکارۍ نورې هم پياوړې او د پرمختګ مسئلې ته باید جدي پاملرنه وکړي. 

دای بین په خپله وینا کې ویلي، چې پرمختګ د سولې او ثبات بنسټ دی او د اقتصاد او ټولنې د ستونزو د لیرې کولو او خلکو ته د نیکمرغه ژوند برابرول کليدي موضوعګانې دي.

نوموړي ويلي، چې د نړۍ پر وړاندې لا هم د کرونا وبا، سیمه ييزې شخړې، د خوراکي توکو او انرژۍ بحران او د اقلیمي بدلون په شمول ډېرې ننګونې موجودې دي. نړیواله ټولنه باید د دغو ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره خپلمنځي همکارۍ نورې هم ژورې او پياوړې کړي. 

دای بین زیاته کړې، چې څواړخیزم د نړیوال نظام بنسټ جوړوي، پرمختللي هېوادونه باید خپلې دندې پر غاړه واخلي او پرمختیايي هېوادونو ته دې د پرمختګ لا زیاتې سرچینې برابرې کړي او په خپلې ودې کې دې پرمختیايي هېوادونو ته هم د خوځښت لار برابره کړي، څو د دوی توان پياوړی شي.

 (هیله)