په ملګرو ملتونو کې د چین د دايمي پلاوي اتاشه سون جه چیانګ د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د سوریې د کیمیاوي وسلو مسئلې په اړه د امنیت شورا په یوې غونډې کې وویل، چې خبرې اترې او همغږي د دغې مسئلې د حل یوازېنۍ لار ده.
د کيمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان عمومي مدیريت تازه راپور خپور کړی، چې له مخې يې د دغه سازمان سکريتريت د روانې میاشتې له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې د سوریې د ساینس څېړنیز مرکز څخه ۹ ځلې څارنه کړې ده.
سون جه چیانګ په خپلو خبرو کې د ياد راپور هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې د سوریې حکومت او د یاد سازمان د سکريتريت د ارزونې مسئلې په تړاو همغږي لري.
نوموړي ويلي، چين یادې دواړه خواوې هڅوي، چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر او د یاد سازمان د عمومي مدیر د کتنې په شمول د ځینو نورو مسئلو په اړه هم خپلمنځي همغږي او تماسونه وساتي.
(هیله)