اوکراین د زاپورژیا اټومي برېښناکوټ د جنراټور د سوځېدو خبر رد کړ
CMG2022/09/30 15:04:36
شريکول:

د اوکراین د اټومي برېښنا ملي شرکت د سپتمبر په ۲۹مه نېټه ویلي، چې د زاپورژیا اټومي برېښناکوټ ته نږدې سيمې کې د ماین چاودنې له امله د برېښناکوټ د ۶م نمبر جنراټور برېښنايي مزي پرې شوي او ټرانسفرمر يې ويجاړ او لوګي ترې پورته شوي دي، خو د اټومي برېښناکوټ جنراټور ته کوم زيان نه دی اوښتی.

 د اوکراين اطفائيې ادارې هم حالت دومره سخت نه دی بللی.

راپورونه وايي، چې د همدې ورځې تر ماسپښين پورې د زاپورژیا اټومي جنراټور اور نه و اخیستی.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې روسي ځواکونو تېره ورځ د اوکراین پر ۶ لارښوونکو ادارو، د توپچی قواوو پر ۸۷ مرکزونو او د عسکرو او پوځي تجهیزاتو پر ۱۹۸ پوستو بريدونه کړي دي.

 (هیله)