چين: له بېلا بېلو هېوادونو سره به د غلو دانو د ضايعې کېدو د مخنيوي په برخه کې همکارۍ وکړي
CMG2022/09/30 11:19:25
شريکول:

د سپتمبر ۲۹مه نېټه د غلو دانو د ضايعې کېدو او اسراف د مخنيوي له نړيوالې ورځې سره برابره وه.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره اړوندې تجربې شريکې کړي، د نړيوال پرمختګ وړانديز ور سره پرمخ بوزي، د غلو دانو د ضايعې کېدو د مخنيوي په برخه کې ورسره همکارۍ وکړي او د غلو دانو د خونديتوب او امنیت به ورسره په ګډه وساتي.

نوموړي ويلي، چې د چين حکومت تل د غلو دانو چارو ته لومړيتوب ورکړی او د غلو دانو د ضايعې کېدو او اسراف مخنيوی د خوړو د خونديتوب او امنيت د ساتلو لپاره يوه مهمه لار ګڼې.

وانګ ون بين ويلي، چې د غلو دانو د ضايعې کېدو او اسراف مخنيوی د نړيوالې ټولنې پر وړاندې ګډه دنده ده او ټول هېوادونه بايد يو له بل سره په دې برخې کې همکارۍ وکړي.

د ملګرو ملتونو د خواړو نړيوال پروګرام وايي، چې د نړۍ په ۸۲ هېوادونو کې شاوخوا ۳۴۵ ميليونه کسان صحي او خوندي خواړو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش ويلي، چې اوسمهال په نړۍ کې يو ميليارډ او ۶۰۰ ميليونو کسان له لوږې سره مخ دي او نږدې ۲۵۰ ميليونه کسان د قحطۍ پر څنډې ولاړ دي.

(مينه)