د چين په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير مثبته رویه د ستاينې وړ ده
CMG2022/09/30 19:34:01
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د سپتمبر په ډېرشمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې د چین په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير مثبته رويه وستايله او ويې ويل چې د ده له خبرو څخه د چين او پاکستان ترمنځ دوستي او متقابل باور ښکاري.

د امريکا فورېن پالیسي مجلې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير بلاول بوټو زر داري سره د مرکې پر مهال ور څخه پوښتنه کړې چې چين تر خپلې وسې پورې له پاکستان سره مرستې ونه کړې، تاسې د چين کړنه څنګه ارزيابي کوئ؟ بلاول بوټو زر داري د دې خبرې رد کړې او ويې ويل، کله چې پاکستان له ستونزو سره مخ شوی، چين تل را سره مرستې کړې او تر نورو هېوادونو نه مخکې يې د پاکستان اقتصاد ژغورلی او زمونږ له سلاب ځپلو سيمو سره د مرستو پرېکړه يې کړې ده. د پاکستان او چين ترمنځ اړيکې اوږد تاريخ لري. مهمه نه ده چې کوم سياسي ګوند په واک کې وي، له چين سره ښې اړيکې ساتي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نينګ پدې اړه ويلي چې چين د پاکستان ګاونډی دی او برخليک يې هم يو له بل سره تړلی دی او دواړو هېوادونو تل د ستونزو پر وړاندې يو له بل سره مرسته کړې او کوي يې. حقايقو ثابته کړې چې چين او پاکستان ګډ برخليک لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي د خلکو په زړونو کې ساتل کيږي او قوي ځواک لري. چين به په دوامداره توګه د پاکستان ترڅنګ ولاړ وي او له ننګونو سره د مقابلې په ترڅ کې خپلمنځي دوستي لاټينګه کړي. مونږ هم باور لرو چې د پاکستان حکومت او خلک ژر له سيلابونو څځه ځان وژغوري او خپل کورونه اباد کړي.