د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان چې مقر يې د سويس په جنيوا کې دی، د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د نړۍ د نوښتونو ګراف خپور کړی دی.
راپور وايي، چې چين په تېرو څو کالونو کې د نوښت توان په نړيوال ګراف کې ښه مقام ساتلی او سږ کال یې ۱۱م مقام خپل کړی دی.
راپور زياتوي، سويس، امريکا، سويډن، بريتانيا او هالنډ د نوښت توان په نړيوال ګراف کې لومړی، دوهم، دريېم، څلورم او پنځم ځايونه نيولي او د نويو اقتصادونو قوي توان يې ښکاره کړی دی.
(مينه)