چيني شرکتونو د پاکستان له سيلاب ځپلو سره د مرستندويه توکو مرسته کړې ده. د پاکستان اړوند ادارو ته د چين د مرستندويه توکو د سپارلو مراسم د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينې اسلام اباد کې تر سره شول.
د پاکستان صدراعظم محمد شهباز شريف د چين له حکومت او خلکو څخه مننه کړې، چې د دغه هېواد له سيلاب ځپلو سره يې په سخت وخت کې مرسته کړې ده.
نوموړي ويلي، چې د چين حکومت او خلکو هر وخت له پاکستان څخه ملاتړ کړی او په دغه هېواد کې چيني شرکتونو هر وخت خپل ټولنيز مسؤليت ادا او د ځايي خلکو ژوند ته يې فعاله پاملرنه کړې ده.
نوموړي زياته کړې، چې د چيني شرکتونو ملاتړ او ژمنه ډېر اهميت لري او تمه ده، چې له نورو سيلاب ځپلو سره به هم مرستې وکړي. د چيني شرکتونو فعاليت د دواړو هېوادونو د متقابلو مرستو ښه ښکارندويي کوي.
شهباز شریف ويلي، چې پاکستان او چين د وروروالۍ اړيکې لري او حکومت به یې د دغو اړيکو د ساتلو لپاره پر له پسې هڅې وکړي.
(مينه)