د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۱مې ناستې په چوکاټ کې د معلولينو د حقونو ساتنې انلاین فرعي غونډه څو ورځې مخکې په بېجینګ او وو هان کې ترسره شوه.
دغه غونډه د چین د بشري حقونو څېړنیزې ټولنې، د چین د پولیتکنیک ساینس او قانون پوهنتون د بشري حقونو څېړنیز پوهنځي او د وو هان پوهنتون د بشري حقونو د څېړنیز پوهنځي په کوربتوب ترسره شوې ده.
د کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو او څېړنیزو ارګانونو کارپوهانو د ټولشموله پرمختګ، د معلولينو د روزګار حق د عملي کېدو، د دوی لپاره له خنډونو پاک چاپېریال د جوړونې او د حقونو د عدليې ساتنې په شمول د ځینو موضوعاتو په هکله ژور بحثونه کړي دي.
(هیله)