د سپتمبر ۳۰مه نېټه د چين د ولسي اتلانو له ياد ورځې سره برابره ده. د ولسي اتلانو د يادګار پر څلي د ګلونو ګېډۍ کېښودلو مراسم د روانې مياشتې د ۳۰مې نېټې په سهار د بېجينګ په تيان ان من ميدان کې تر سره شول.
د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د ولسي اتلانو د يادګار پر څلي د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
په دغو مراسمو کې د چين د کمونېست ګوند او هېواد مشرانو هم ګډون کړی و.
(مينه)