د لس کلن پرمختګ راز
CMG2022/09/30 15:31:41
شريکول:

چين مېډيا ګروپ د نړۍ په ګڼو ژبو ((د لس کلن پرمختګ راز)) فلم خپور کړی او د پېل مراسم يې د سپتمبر په ۳۰ مه نېټه په بېجينګ کې ترسره کړي دي.
 د چين مېډيا ګروپ مرستيال رئيس واګ شياو جن يادو مراسمو ته په وينا کې وويل، چې د لس کلن پرمختګ راز فلم د چين مېډيا ګروپ لخوا په ۴۴ ژبو ترجمه شوی او د چينايي او بهرنيو کتوونکو پرمخ نندارې ته وړاندې شوی دی.
 په دغه فلم کې ډېرې رښتينې او اغېزمنې کېسې خوندي شوي او د چين د حکومتوالۍ او ادارې د تېر لس کلن بهیر معلومات پکې ځای شوي دي.