د کوریا جمهوریت: ډيموکراتيکې کوریا بالستیک توغندي توغولي
CMG2022/09/30 11:41:58
شريکول:

د کوریا جمهوریت د درستیزانو ائتلافي ریاست د سپتمبر په ۲۹مه نېټه خبر ورکړی، چې ډيموکراتيکې کوریا په همدې ورځ د کوریايي ټاپووزمۍ په لوري دوه لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي توغولي دي.  

نوموړي ریاست په همدې ورځ رسنیو ته ویلي، چې یاد توغندي د همدې نېټې د شپې په ۸ بجو او ۴۸ دقیقو د ډيموکراتيکې کوریا له سونچون سیمې څخه توغول شوي او په ټينګار يې ويلي، چې پوځ به يې جدي څارنې پېل کړي. 

د کوریا جمهوریت پوځ ویلي، چې ډيموکراتيکې کوریا د روانې میاشتې په ۲۵مه نېټه له شمالي پیونګیان سیمې څخه د کوریايي ټاپووزمې د ختيځ سمندر په لوري یو لنډ واټن ویشتونکی بالستیک توغندی توغولی او د روانې میاشتې په ۲۸مه نېټه يې له پيونګ یانګ سون ان سیمې څخه د کوریايي ټاپووزمې د ختيځ سمندر په لوري دوه لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي توغولي دي.

 (هیله)