چين او ارجنټاين د سمسورو اقتصادونو ترمنځ د يووالي او همکارۍ لپاره نمونه جوړه کړې
CMG2022/09/30 15:02:53
شريکول:

د چين او ارجنټاين ترمنځ اړيکې له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې د نړيوال وضعيت د بدلونونو له ازموينو څخه تېرې شوي او د تازه سمسورو اقتصادونو او پرمختيايي هېوادونو د يووالي، همکارۍ او ګډ پرمختګ نمونه ګرځېدلې ده.

د چين د دولت رييس شي جين پينګ د روان ۲۰۲۲م کال د سپتمبر د ۲۸مې نېټې په شپه د چين او ارجنټاين ترمنځ د انساني تګ راتګ او کلتوري تبادلې لوړ پوړي فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه. هغه په خپل پيغام کې يادې څرګندونې وکړې او هيله يې وښودله، چې دغه فورم به د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د لا ټينګښت او په نوې زمانه کې د چين او لاټيني امريکا هېوادونو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره چوپړ وکړي.

په ورته مهال کې د ارجنټاين ولسمشر البيرتو فيرنانديز نوموړي فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه او هيله يې وښودله چې دواړه هېوادونه خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو او د نړيوالې سولې لپاره لا لوی چوپړونه وکړي.

روان کال د چين او ارجنټاين ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کليزې سره برابر دی. نوموړی فورم د دې کليزې د نمانځنې فعاليت دی او هم د دواړو هېوادونو د دوستۍ او همکارۍ کال له مهمو فعاليتونو څخه دی. د دواړو مشرانو له پيغامونو څخه ښکاري، چې د دواړو هېوادونو مشران په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاريو ته په درنه سترګه ګوري. د ارجنټاين د همکارۍ راډيو مشر مارټين شيګنا ويلي، چې د شي جين پينګ پيغام د دواړو هېوادونو د خلکو رښتينی غږ انعکاس کړی.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ليکلي، چې (( چين او ارجنټاين ښه دوستان او ملګري دي. )) د يو بل له ملي حاکميت څخه ټينګ ملاتړ د دواوړ هېوادونو ترمنځ يووالی، همکاري او ګډ پرمختګ  بنسټ بلل کېږي. د روان کال په فبرورۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د پياوړتيا په ګډه اعلاميه کې د دواړو هېوادونو دريځونه بيا څرګند شوي چې ارجنټاين د واحد چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او چين د مالويناس ټاپوګانو د پوره حاکميت په اړه د ارجنټاين له غوښتنې څخه ملاتړ کوي. دغه ډول ټينګ متقابل ملاتړ، چې د يو بل ملي حاکميت ته د درناوي پر بنسټ جوړ شوی، د دواړو هېوادونو د دوستۍ مرکز دی.

سربېره پر دې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ثبات او پرمختګ د دواړو خواوو خلکو ته زياتې ګټې رسولې دي. په ۲۰۲۱م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۲۸،۳ سلنه زياته شوې او ۱۷،۸۳ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې، دغه راز د ارجنټاين د دوهم لوی تجارتي ملګري په توګه د چين مقام ساتل شوی. دواړو هېوادونو د روان کال په فبرورۍ کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه د همکارۍ د تفاهمليک په شمول د کرنيزو چارو، ډيجيټلي اقتصاد، زرغون پرمختګ او نورو زياتو برخو لسګونه تړونونه لاسليک کړي دي.

بلخوا د ارجنټاين د سنټا کروز سيند په څنډه کې د دواړو هېوادونو په همکارۍ د اوبو يو لوی برېښناکوټ د ابادۍ پروژه روانه ده. دغه برېښناکوټ به له جوړېدو وروسته هر کال د دغه هېواد لپاره د ۱،۱ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د نفتو او ګازو وارداتي لګښتونه سپما کړي.

کلتوري تګ راتګ او د خلکو ترمنځ د تفاهم پياوړتيا د دواړو هېوادونو د همکاريو لپاره دواملرونکي خوځنده ځواب برابر کړی او د دواړو هېوادونو د خبري رسنيو ترمنځ همکارۍ پکې مهم رول لوبولی دی.

د چين مېډيا ګروپ د چين او ارجنټاين ترمنځ د کلتوري تبادلې په لوړ پوړي فورم کې وويل، چې د ارجنټاين له خبري رسنيو سره به د دواړو هېوادونو د "کلتوري اونۍ" تر عنوان لاندې فعاليتونه تر سره کړي، او د چين – لاټيني امريکا هېوادونو د خبرونو هوټلاين په نوم د فعاليت پيل يې هم اعلان کړ.

د چين او ارجنټاين ترمنځ د اړيکو هراړخيز او چټک پرمختګ د چين او لاټيني امريکا ترمنځ د اړيکو د سمسورتيا نښه ده. په لاټيني امريکا کې يو متل دی، چې وايي (( رښتينی ملګری کولی شي چې د نړۍ له لرې څخه ستا زړې ته ورسي.)) باور لرو، چې د چين او لاټيني امريکا ترمنځ د همکارۍ بېړۍ به په دايمي او سالم ډول اوږد مزل وکړي.