ایران به د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ سره دوامدارې همکارۍ وکړي
CMG2022/09/30 11:35:53
شريکول:

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان رئیس محمد اسلامي د سپتمبر په ۲۹مه نېټه ويلي، چې تهران د اړوندو مقرراتو له مخې، د ایران پر ذروي کړنو د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ له څارنې ملاتړ کړی او همکارۍ يې ورسره کړي او په راتلونکی به هم دغې نړیوالې اېجنسۍ ته دوامدارې اسانتیاوې برابرې کړي. 

اسلامي په همدې ورځ په ویانا کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې اېجنسۍ په ۶۶مې لویې غونډې کې د ګډون او د ایران او د دې نړیوالې اېجنسۍ د استازو ترمنځ  د کتنې د معرفي کولو په ترڅ کې يادې څرګندونې کړې دي.

نوموړي ويلي، چې هغه څو ورځې مخکې د دغې نړیوالې اېجنسۍ له عمومي مدیر رافیل ګروسي سره خپلمنځي همکاريو ته بیا کتنه کړې او د پاتې مسئلو په اړه يې ورسره بحثونه کړي دي.

 (هیله)