شي جين پينګ د C919 لويې مسافر وړونکې الوتکې د پروژې د ډلې له استازو سره وکتل
CMG2022/10/01 13:09:00
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۳۰مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د C919 لويې مسافر وړونکې الوتکې پروژې د ډلې له استازو سره وکتل او د دغې پروژې د لاسته راوړنو له نندارتون څخه يې ليدنه وکړه.  

د  کتنې او د پروژې د لاسته راوړنو له نندارتون څخه د ليدنې پر مهال، شي جين پينګ د C919 لویې مسافر وړونکي الوتکې د جوړولو کار د پړاوو ییزې لاسته راوړنو ډېره ستاینه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې د نوي ډول سيستم له غوره والي څخه بايد په بشپړه توګه ګټه پورته شي او د مرکزي تېکنالوژۍ د څېړنو په برخه کې دې د نورو لویو بریاوو ترلاسه کولو لپاره هڅې وشي.

د C919 لويې مسافر وړونکې الوتکې د څېړنې او جوړونې پروژه په ۲۰۰۷م کال کې پيل شوه او دغې الوتکې په ۲۰۱۷م کال کې د لومړي ځل لپاره الوتنه وکړه. 

د C919 لويې مسافر وړونکو الوتکې برياليتوب دا په ډاګه کوي، چې چین په خپلواکه توګه د نړۍ په لومړۍ کچه د لويو مسافر وړونکو الوتکو د جوړولو توان لري او د دغه هېواد د لويو الوتکو د چارو د پرمختګ لپاره يو مهم پړاوييز برياليتوب بلل کیږي.