امريکا د سپتمبر په ۳۰مه نېټه د روسيې پر سلګونو شخصيتونو او تصديو باندې هراړخيز بنديزونه ولګول، چې پکې د روسيې د تقنين ادارې، پوځ او مرکزي بانک غړي شامل دي.
د امريکا د ماليې وزارت وويل، چې دوی به د روسيې د پوځي صنعت پر ۱۴ کسانو، د روسيې د مرکزي بانک پر ۲ مشرانو، د لوړ پوړيو چارواکو پر کورنيو او د تقنين ادارې پر ۲۷۸ غړو بنديزونه ولګوي.
دغه راز د امریکا د سوداګرۍ وزارت د روسيې ۵۷ تصدۍ د صادرولو په تور لېسټ کې شاملې کړې دي. د دې تر څنګ، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر څه باندې ۹۰۰ شخصيتونو د ويزې محدودیت لګولی دی، چې پکې د روسيې او بلاروس پوځي شخصيتونه شامل دي.