د روسيې د بهرنيو استخباراتو رياست مشر سېرګې ناريشکين وويل، چې د اوسني شاهد له مخې، د نارډ سټريم پروژې د طبيعي ګازو د نل ليکو تخريب له لوېديځو هېوادونو سره تړلی دی.
نوموړي وويل، چې لوېديځ هېوادونه د هغه حقيقت د پټولو په هڅه کې دي، چې دوی د دغو ترهګريزو کړنو ريښتني جوړوونکي او پلی کوونکي دي. د روسيې د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې، د يادو ترهګريزو عملياتو پلان کول او پلي کول له لوېديځو هېوادونو سره تړلی دي، خو د هغه په خبرو کې د معلوماتو جزيات نه دي ياد شوي.
په بالتيک سمندر کې غزېدلي د نارډ سټريم پروژې د دوو نل ليکو ځينې ځایونه زيانمن شوي. روسيې، سويډن او ډنمارک د دې تخريب په اړه پلټنې پيل کړي.